برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نړیوالې موسسې باید دافغانستان سوله تضمین کړی

آریانانیوز: په ماسکو کښې د افغانستان دسولې په خبرو کښې دطالبانو ډلې د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس استانکزی پرون د نړیوالو موسسو له لارې په هیواد کښې د سولې دپروسې د تضمین پرضرورت ټینګار وکړ .


هغه پرون په ماسکو کښې د افغانستان دسولې د غونډې په دوهمه(۲) ورځ وویل د افغانستان د سولې پروسه باید د ملګروملتونو او دنړۍ دقدرتمنو هیوادونو په شمول نړیوالې موسسې تضمین کړی .
په ماسکو کښې د افغانستان د سولې په غونډې کښې د طالبانو ډلې د مرکچی پلاوی مشر شیر محمد عباس استانکزی دغه راز په کابل کښې ددغه ډلې د یوه(۱) رسمی دفتر د جوړولو غوښتنه وکړه .
عباس استانکزی زیاته کړه په کابل کښې دطالبانو ډلې دیوه (۱) رسمی دفتر له رامینځته کول پرته د افغانستان له حکومت سره دسولې خبرې اترې امکان نلری .
دطالبانو ډلې د ماسکو په غونډې کښې له افغانستانه د امریکا د عسکرو په بشپړه وتلو ټینګار وکړ .
دافغانستان دسولې غونډه دکابل دحکومت د استازی له ګډون پرته د طالبانو دپلاوی او د افغانستان د بیلابیلو ډلو په شتون سره په تیرې سې شنبې او چهار شنبې ورځو په ماسکو کښې ترسره شوه .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي