برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ننګرهار کې ٧ کسان له سلګونو کيلوګرامه نشه يي توکو سره نيول شوي

آریانانیوز: د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، پوليسو په بېلابېلو ولسواليو کې د سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو په تړاو ۷ قاچاق وړونکي نيولي دي.


د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول فريد خان د لړم په ۷مه پژواک اژانس ته وويل چې په دې وروستيو کې د دغه ولايت پوليسو د نشه يي توکو د قاچاق د مخنيوي لپاره هڅې چټکې کړې دي.
دی زياتوي، پوليسو د تلاشيو په ځینو پوستو کې د نشه يي توکو د کشف لپاره ځانګړي تدابير نيولي او يو شمېر سيمو کې سيار چک پاينټونه هم جوړېږي.
دی وايي، د همدغو هلو ځلو په نتيجه کې په تېره نږدې يوه اوونۍ کې پوليس توانېدلي چې د نشه يي توکو ۷ قاچاق کوونکي له سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکو سره ونيسي.
هغه زياته کړه، دا تېره ورځ هم د دغه ولايت په بهسودو، سره رود، چپرهار، روداتو او مومندرې ولسواليو کې څلور تنو سره په څلورو عرادو موټرونو کې نشه يي نيول شوي دي.
فريد خان وايي، په نيول شوو نشه يي توکو کې ۴۱ سي سي اوبه شوي تارياک او ۴۱ کيلو ګرامه چرس شامل دي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه راز وايي چې درې ورځې وړاندې هم پوليسو د سره رود، اچين، روداتو او مومند درې ولسواليو کې د نشه يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نيولي دي.
هغه زياته کړه، پوليسو له دغو کسانو ۲۸۰ کيلوګرامه ترياک او چرس لاس ته راوړي چې په څلورو موټرو کې يې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو.
د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول وايي چې نيول شوو کسانو په لومړنيو تحقيقاتو کې په خپلو جرمونو اعتراف کړی او دوسيې يې د لا نورو څېړنو په موخه څارنوالۍ ته لېږدل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې جلال اباد ښار کې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ورځ تر بلې زياتېدونکی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي