برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۹ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ناپېژاندو وسله والو دوې ښځینه پولیسې ووژل

آریانانیوز: د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي وایي، ناپیژندو وسله والو نن چهار شنبه سهار شاوخوا ۹:۰۰ بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحیې اړوندد چوک مدد سیمه کې دوې ښځینه پولیسې چې ددغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یې دنده درلوده، په ‌ډزو وژلې دي. د بارکزي په خبره، وسله وال له بريد وروسته له سيمي تښتېدلي او دوی يې د پېښي په اړه پلټني پېل کړي دي
بارکزی وایي له دې پیښې لس دقيقې وروسته نامعلومو وسله والو د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند له پنجوايي دوراهي سره پر تلاښي ولاړ یو پولیس ويشتلی او وژلی دی
دغه راز تیره شپه د کندهار د ارغستان ولسوالي په توره ګاره سیمه کي د ملي پولیسو پر پیاده ګزمې د ماین چاودنه شوې چي په پایله کي یې درې پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي
تر اوسه ددغه پيښو مسووليت چا نه دي منلي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي