برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مک کال: طالبانو هیڅکله له القاعدې سره اړیکې نه دي پرې کړي

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وايي، طالبانو هېڅکله له القاعدې سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړي.


ښاغلي مک کال په یوه بیان کې چې د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې له خوا خپره شوې، ټینګار کړی چې طالبان د خپل داخلي اقتدار د ساتلو لپاره د داعش پر ضد مبارزه کوي.

په اعلامیه کې راغلي چې که طالبانو په رښتیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړې وای، نو د پیسو د ورکړې، د القاعدې د غړو د ساتنې او ګمارلو پر ځای به یې د ماتې هڅه کړې وای.

مک کال ویلي چې د داعش د خراسان څانګې پر وړاندې د طالبانو جګړه د دوحې تړون په پام کې نه نیسي. بلکه د دې ډلې د داخلي حاکمیت د ساتلو په هدف دی.

هغه یادونه وکړه چې طالبان د خپلو القاعدې د متحدینو سره کار کوي ترڅو خپل ګډ دښمن، د داعش خراسان څانګې ته ماتې ورکړي، د هغو هڅو د یوې برخې په توګه چې د 2014 راهیسې د واک ساتلو لپاره روانې دي.

د هغه په وینا د بایډن ادارې هڅه کړې چې د طالبانو تروریستي اړیکې له پامه وغورځوي

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یوه خبري کنفرانس کې ویلي و چې د طالبانو په مرسته یې په افغانستان کې القاعده ځپلې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي