برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ دی , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

ملګری ملتونه: د افغان ښځو پر اساسي حقونو برید شوی دی

آریانانیوز: ملګرو ملتونو اعلان وکړ چې افغان مېرمنې او نجونې اوس تر بل هر وخت زیات ملاتړ ته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) په یوه ټوېټ کې ویلي چې له افغانستان سره د بشري مرستو موخه د خوراکي توکو، روغتیا پاملرنې، ښوونې او روزنې، د ژوند د فرصتونو او امنیتي خدمتونو په برابرولو سره ښځو او نجونو ته د مرستې زیاتول دي.

دې ادارې اعلان وکړ د افغان ښځو او نجونو پر بنسټیزو حقونو برید شوی او اوس تر بل هر وخت زیات ملاتړ ته اړتیا لري.

طالبانو د افغانستان بشپړ واک تر لاسه کولو وروسته د ښځو پر ازادۍ پراخ محدودیتونه وضع کړي دي. دغې ډلې ښځينه دولتي کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي