برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۹ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د ناټو وسلې داعش ته سپارل کېږي

ملګرو ملتونو په افغانستان کې داعش ته د ناټو د پاتې وسلو د لېږد د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.


نړیوالې سولې او امنیت ته د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په اوولسم راپور کې راغلي: د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه په افغانستان، منځني ختیځ او افریقا کې د وسلو له خپرېدو او په ځانګړي ډول دغو وسلو ته د داعش د لاسرسي په اړه اندېښنه لري.

همدارنګه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د داعش ډلې ته د ناټو د پاتې وسلو د لېږد د بهیر د پراخېدو په اړه اندېښنه ښودلې او په خپل نوي راپور کې یې ادعا کړې چې داعش ډلې په افغانستان کې خپل عملیاتي ظرفیتونه پراخ کړي دي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ناټو وسلې د القاعدې سره تړلې ډلې او د پاکستان د تحریک طالبان له خوا داعش ته لیږدول کیږي.

د دغه راپور په یوه برخه کې نړیوالې سولې او امنیت ته د داعش د ګواښ په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې د دغه سازمان غړي هېوادونه داعش په افغانستان او سیمه کې تر ټولو جدي ترهګریز ګواښ ګڼي.

خو د طالبانو د ویاند مرستیال بلال کریمي دغه راپور ته غبرګون وښود او ویې ویل، چې سرپرست حکومت د ټول هېواد کنټرول لري او پاتې پوځي تجهیزات هم په هېواد کې ساتل کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي