برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۶ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: افغانستان په نړۍ کې د سیاحت او ګرځندوی لپاره دوهم خطرناک ځای دی

د نړیوالو سازمانونو نوې څیړنې ښیي چې افغانستان د "شدید امنیتي خطر" له امله په 2024 کې له جنوبي سوډان وروسته د سفر لپاره دوهم خطرناک ځای دی.


د روغتیا او امنیت مشورتي نړیوال سازمان د څېړنو پایلې چې د امنیت، اقلیم او روغتیايي شاخصونو پر بنسټ خپرې شوې ښيي چې افغانستان د امنیت له پلوه په نړۍ کې دویم خطرناک هېواد دی.

د دغه راپور له مخې، افغانستان او نورو هېوادونو کې چې خطرناک بلل شوي، د وسله والو ډلو له خوا د نړیوالو سازمانونو پر کارکوونکو او مسافرینو د بریدونو جدي ګواښ موجود دی. دولتي خدمات او ترانسپورت په جدي توګه ګډوډ شوی او د هېواد لویه برخه بهرنیانو ته د لاسرسي وړ نه ده.

د دې څېړنې له مخې د هغو هېوادونو په اړه چې د امنيتي خبرداري تر ټولو لوړه کچه لري، ويل شوي چې په دغو هېوادونو کې ډله ييز، فرقه ييز او نژادي تاوتريخوالى عام دى او ښايي بهرنيان په نښه شي.

افغانستان په ۲۰۲۴ کال کې نه یوازې د امنیت، بلکې د روغتیا او اقلیم د شاخصونو له پلوه هم د ګرځندویانو لپاره دویم خطرناک ځای اعلان شوی دی.

په دې څیړنه کې سویلي سوډان د امنیتي خبرداریو تر ټولو لوړه درجه لري او د سیلانیانو لپاره ترټولو خطرناک ځای په 2024 کې معرفي شوی و او افغانستان او سوریه په ترتیب سره په 2024 کې د سفر کولو لپاره دوهم او دریم خطرناک هیوادونه ګڼل شوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي