برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملا یعقوب: نړیواله ټولنه باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني

د طالبانو د دفاع وزیر وویل چې د امریکا فشارونه د افغانستان د واکمنې ادارې په رسمیت د پېژندلو مخه نیسي، او په خپلواکو هیوادونو یې غږ وکړ چې د کابل حکومت په رسمیت وپیژني.


د طالبانو د دفاع وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد ویلي، چې د افغانستان واکمنې ادارې په رسمیت د پیژندلو لپاره ټول شرطونه پوره کړي، خو اکثره هېوادونه یې د امریکا د فشارونو له امله په رسمیت نه پېژني.

نوموړي دغه راز له خپلواکو هېوادونو چې د امريکا فشارونو ته سر نه ټيټېږي په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو وغوښتل، چې د افغانستان حاکميت په رسميت وپېژني.

ملا یعقوب دا هم ویلي چې که یو شمېر هېوادونه د افغانستان په اړه اندېښنې لري، کابل چمتو دی چې د دغو اندېښنو د حل لپاره خبرې وکړي.

تر دې مخکې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد امریکا د افغانستان د حاکمیت په رسمیت پېژندلو کې تر ټولو لوی خنډ ګڼلی و او ویلي یې وو: په داسې حال کې چې موږ په نړيواله کچه د خپل ډيپلوماتيک پيژندګلوۍ لپاره ټول شرطونه پوره کړي دي، امریکا نورو هېوادونو ته اجازه نه ورکوي چې زموږ په رسمیت پېژندلو ته لار هواره کړي او په دې برخه کې یې کوم ګام نه دی پورته کړی.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي