برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ مرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ملا هبت الله دطالبانومشر

آریانانیوز: ملا هبت الله دپنجشنبی په ورځ د اسد میاشتې په ۱۷ مه د لوی اختر په مناسبت یوه څو مخیز پیغام کي د سولي پروسې روان بهیر، د امریکایي له لوري ړنډې بمبارۍ او په ملکي سیمو بریدونه، د مذاکراتو له لارې د راونې مسئلې حل او ځینو نور ټکو ته اشاره کړې ده.
د دې پیغام په یوه برخه کې ویل شوي “موږ غواړو چې هیواد وال مو د منصفانه قضاء، ریښتني سیاست، قوي اقتصاد، سالم ثقافت، معیاري تعلیم، سوکاله اجتماعي ژوند او د اسلامي فرهنګ له ټولو معیارونو او مزایاوو برخمن وي”.
د دې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي “په هیواد کې د ټولګټو پروژو ساتنه، د خیریه موسسو د بې غرضه فعالیتونو ملاتړ، د ملي شتمنیو حفاظت، او په ټوله کې د هیواد هراړخیز پرمختګ زموږ هدف او د پالیسي برخه ده”.
د دي اختریز پیغام په یوه برخه کې د سولې روانو مذاکرتو ته په اشاري امریکایي چارواکو ته په خطاب کې ویل شوي،” په تېرو اتلسو کلونو کې د بیلابیلو پوځي ستراتژیو ناکامي کافي ده چې د مسئلې د حل لپاره په سوله ییزو لارو غور وشي. اوس چې په دې اړه د مذاکراتو پروسه جریان لرې، نو لکه څنګه چې اسلامي امارت په جدیت دغه پروسه پر مخ وړي او له پخوانه یې سیاسي دفتر په دې برخه کې دپام وړ قدمونه اخستي او اوس یې ټول مذاکراتي جریان د مشرتابه دسیاسي مرستیال له لوري اداره کیږي، قوي مذاکراتي ټیم یې په کار ګمارلی، تاسو هم باید په رښتیني معنی دغه پروسه مخته بوزئ ترڅو د مسئلې د حل په لوري اغیزناک ګامونه واخلو او اتلس کلني غمیزي ته د پای ټکی کېږدو”
د طالبانو مشر په دې اعلامیه کې اندیښنه ښوولې وایي: “د مذاکراتو د پروسې په جریان کې د امریکا لخوا د ظالمانه او ړندو بمباریو زیاتوالی، په ملکي سیمو بریدونه او ستاسو د بېلابیلو پوځي او سیاسي چارواکو ضد او نقیض اظهارات هغه څه دي چې د دغې پروسې په اړه تشویش او ستاسو په اراده شک پیدا کوي. دا چې د مذاکراتي پروسې د بریا لپاره اساسي شرط دوه اړخیز اعتماد دی نو لازمه ده چې د دغسې منفي کړنو مخه ونیول شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي