برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۳۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملا معتصم یو ځل پیا پر بین الافغاني تفاهم ټینګار

آریانانیوز: د طالبانو پخوانی چارواکی او د سیاسي چارو رییس ملا معتصم اغا د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د هرکلي ترڅنګ پر بین الافغاني مذاکراتو ټینګار کوي. نوموړي دغه څرګندونې دنیکمرغه لوی اختر  او د هیواد دخپلواکۍ د ۹۹مې کلیزې په مناسبت پخپل هغه پیغام کې کړي، چې د وري په ۲۹مه، یې یوه کاپي پژواک خبري اژانس ته رالیږلې ده.


هغه زیاته کړې : (( په داسې حال کې چې موږ د دوو لویو خوښیو( لوی اختر او د خپلواکۍ ورځ )  په  منځ کې قرار لرو چې باید د هرافغان په کورکې نن د خوښۍ او نیک مرغۍ  محفلونه وای، خو له بده مرغه چې د هغه پر خلاف په دې ورځو کې متاسفانه زموږ د وګړو په ډيرو کورونو کې د اختر د مبارکي او خپلواکي لمانځلو پر ځای د ویر، مصیبت او غم ټغر خپور دی، چې ټول ولس مو ورسره دردیږي او دا اوس د اختر په ورځو کښې هم  زموږ د تنکیو ماشومانو نازک لاسونه د اختر د نکریزو پرځای په خپلو وینو سره دي، دځوانانو په غاړو کې مو د اختر د نویو جامو پر ځای د مرګ کفنونه پراته دي.))
ملا معتصم  ویلي، دغه بد وضعیت چې پرافغانانو  راغلي دی دا  د خپلو کړنو او اختلافاتو له امله دی ، که   دغه اختلافات په خپله حل نه کړل شي، نور هیڅ طرف له افغانانو سره د دغه بد حالت په لرې کولو کې کومک نه شي کولای .
نوموړي د افغانانو ترمنځ پر یووالي او وحدت ټینګار کړی او یولي، چې په خپلو منځو کې یو پربل د باور فضاء جوړه او یو پر بل رحم باید وشي .
دغه پخواني طالب چارواکي ویلي، د هیواد د روان بحران د خاتمي په خاطر د طالبانو او امریکایانو ترمنځ مخامخ دوه جانبه خبرې د دواړو لوریو لخوا په صداقت، جدیت او مسئولیت تر سره شي یو ښه اقدام دی ، خو له امریکایانو سره هر ډول پریکړې ته د رسیدو سره سره د افغان لانجې له ټولو ښکیلو لوریو سره که هغه حکومت دی او که نور جهادي او سیاسي جریانونه دی د طالبانو تفاهم او مذاکرات د یوه ښه میکانیزم او مظبوط اسلامي ، افغاني او ملي نظام پر سر توافق ته رسېدل خورا اړین او اهم دی.
هغه زیاته کړې : ((امریکایان بهرنیان دي هغوی به یوه ورځ نه یوه ورځ حتما زموږ له هیواده او خاورې څخه وځي خو ټول افغانان د همدې ټاټوبي (افغانستان) ګډ اوسیدونکي دي او په هیواد کښې ټول مساویانه حقوق لري او که افغانان هرڅومره اختلافي عواملو اوس مهال یو د بل پر ضد او مقابل کښې درولي او جنګولي دي خو په راتلونکې کې د دوي اسلامي، ملي او افغاني مشترکات دوی دې ته اړباسي او مجبوروي چې له یو بل سره ښه تنازل، تعامل او تحمل وکړي ، یو بل قبول کړي او یو پر بل رحم وکړي.))
ملامعتصم زیاته کړې، د افغان لانجې ټول ښکېل لوري ، که طالبان دي ، که دولت دی ، که نور جهادی او سیاسي جریانونه دي ، که واقعا له دغه بحران څخه هیواد ژغورني ته په رښتينې توګه متعهد وي نو باید د لانجې د هواري لپاره هر یو طرف صادقانه ، مخلصانه او مسئولانه هلې ځلې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي