برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ملاعبدالغني برادر له امریکایي مذاکراتي ټیم سره په خبرو کې د ګډون لپاره دوحې ته ورسید

آریانانیوز: د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملاعبدالغني برادر نن د وشنبه د فیبرورۍ په ۲۵مه د قطر پایتخت دوحې ته رسیدلی تر څو د زلمي خلیلزاد په مشرۍ له امریکایي مذاکراتي ټیم سره په مخامخ خبرو کې ګډون وکړي.


د طالبانو ویاند ذبح الله مجاهد تازه پر خپل ټویټر لیکلي، “د اسلامي امارت مرستیال او د سیاسي دفتر مشر محترم ملاعبدالغني برادر پخیر سره دوحې ته ورسید”.
ټاکل شوې چې نن دوشنبه د فیبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، له طالب استازو سره د افغانستان ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسیدو په هدف خبرې اترې وکړي.
امریکایي لوري او طالب مرکچي پلاوي په تېر څلورم پړاو خبرو کې چې په دوحه کې ترسره شوې او شپږ ورځې یې دوام وکړ، پر ځینو مهمو مسائلو هوکړې ته د رسیدو خبر ور کړی وو.
د راپورونو له مخې، د طالب اړخ او امریکایي لوري ترمنځ په قطر کې شپږ ورځي پر دې بحثونه وشول چې له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو د وتو لپاره مهال ویش جوړیږي، له افغانستانه به نورې نړۍ ته خطر نه پیښیږي او دلته به القاعده او نورې تره ګرې ډلې نه ځای پر ځای کیږي، دغه راز پر اوربند هم د دغو شپږو ورځو په لړ کې خبرې اتر شوې دي. او دواړه لوري پرې سلا شوي هم دي.
د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد تېره شپه په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې دا ځل به هم له امریکایي پلاوي سره په خبرو کې پر همدې مسایلو خبرې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي