برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

ملابرادر – طالبان سولې ته ژمن دي

آریانانیوز: د افغانستان د سیاسیونو د پلاوي مشر پخواني ولسمشر حامد کرزي او د طالبانو د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د مسکو په کوربتوب د افغانستان او روسیې د سل کلنو دیپلوماتیکو اړیکو په لمنځغونډه ګډون وکړ.



د مسکو په کوربتوب دغه ناسته د سې شنبې پر ورځ( د غبرګولي ۷/ د می ۲۸) د کابل پر وخت له غرمې وروسته پیل شوه.
په دې غونډه کې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر په یوه لنډه وینا کې، چې د لومړي ځل لپاره یې د رسنیو په وړاندې خبرې کولې؛ وویل: طالبان سولې ته ژمن دي؛ خو لومړی باید نیواک، چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ دی، پای ته ورسیږي.
د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال، چې د لومړي ځل لپاره یې د رسنیو په وړاندې خبرې کولې؛ وویل طالبان سولې ته ژمن دي؛ خو لومړی باید نیواک چې د سولې په وړاندې اصلي خنډ دی، پای ته ورسیږي.
ورپسې د روسیې او افغانستان د سل کلنو اړیکو په اړه د طالبانو دریځ د پلاوي غړي متقي وړاندې کړ.
پخواني ولسمشر حامد کرزي، د افغانستان د سولې عالي شورا مشر کریم خلیلي، د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي مشر عطا محمد نور، د حکومت اجرائیوي ریاست مرستیال محمد محقق، د ولسمشر اشرف غني د ملي امنیت پخوانی سلاکار محمد حنیف اتمر، د بهرنیو چارو پخواني مرستیال حکمت کرزي، د حزب جنبش اسلامي مرستيال عبدالله قرلق او يو شمېر نورو سياستوالو په دې غونډه کې ګډون کړی و.
ټاکل شوې، چې افغان پلاوی به له طالب پلاوي سره د چهارشنبی پر ورځ( د غبرګولي ۸) په مسکو کې د افغانستان د سولی او پخلاینې په اړه خبرې اترې وکړي.
دیادونې ده، چې په مسکو کې د افغانستان سفیر د خپل حکومت په استازیتوب په دې ناسته کې ګډون وکړ او دغې ناستې ته یې د بهرنیو چارو وزارت پیغام هم وړاندې کړ.

شریک یي کړئ!