برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

مشورتي لویه جرګه دسیسه ده

آریانانیوز: د طالبانو د ویاند «ذبیح الله مجاهد» له لوري رسنیو ته په لېږل شوې خبر پاڼه کې راغلي «څرنګه چې د کابل ګوډاګۍ اداره د خپلې فاسدې او نا مشروع بقا هلې ځلې کوي، په همدې منظور يې اعلان کړی چې په اصطلاح مشورتي لویه جرګه به جوړوي او په هغې کې به د افغانستان د راتلونکي په اړه تصمیم نیسي، د کابل اداره او ورسره د لویو جرګو تر عنوان لاندې بیلابیلې دسیسې په تیرو اتلسو کلونو کې د دې لپاره وي او دي چې د اشغال د بقا، په پراخ ادارې او اخلاقي فساد لړلې کاواکې ادارې د تداوم او د اشغال د موخو او تتیمو د تحقق لپاره تر ې استفاده وشي».
اعلامیه وړاندې زیاتوي «داځل چې د کابل کاواکه اداره د لوې مشورتي جرګې تر عنوان لاندې کومه جعلي ناسته کول غواړي داجرګه او پریکړې به يې هغې په اصطلاح د لویو جرګو پریکړوته ورته وي چې د کمونستي رژیم د زوال په کلونو کې ترسره کېدې اویا هم په ۲۰۱۳ م کال کې د امریکايي اشغال د تداوم او د امنیتي تړون لاندې د افغانستان د خرڅلاو سند په کې تايید شو».
د اعلامیې په بنسټ «دا ډول دسیسې او پروسې په هيڅ صورت اصیلو او په دین مینو هیوادوالو ته د منلو وړ نه دي او نه يې هم په پریکړو باور لري.
اسلامي امارت د خپل اولس په استازیتوب دغه ډول جعلي جرګه او په کې ګډون کول ردوي او له ټولو هیوادوالو څخه غوښتنه کوي چې په دې حساس تاریخي پړاو کې د دښمنانو د دسیسو ښکار نشي او په دا ډول نمايشي جرګو کې ګډون ونه کړي».
یاده دې وي چې طالبان داسې مهال په مشورتي لویه جرګه کې ګډون ردوي چې؛ د یادې جرګې د رابللو د کمېسیون مشر «عمر داودزي» څرګنده کړې وه چې په یاده جرګه کې به طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي.
یاده دې وي چې؛ تمه ده مشورتي لویه جرګه څه باندې دوه اونۍ وروسته د «۲۵۰۰» ګډونوالو په رابللو پیل شي، یاده جرګه چې اټکل شوی مصرف یې «۳۶۹» میلیونه افغانیو ته رسېږي په طالبانو سربېره ډېری «افغان سیاستوال» هم ورباندې شکمن دي، د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر «حنیف اتمر» مشورتي جرګه «سفارشي جرګه » بللې وه او په وینا یې؛ دا ډول جرګې د ټاکنیر کمپاین هڅې دې چې د یوه «انتخاباتي ټکټ» له لوري ترسره کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي