برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۰ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مسعود: د افغانستان مطلق اکثریت طالبان نه غواړي

آریانانیوز: د مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود وايي، که طالبان د ملګرو ملتونو او بې طرفه هېوادونو تر څارنې لاندې د ټاکنو ترسره کېدو ته راضي شي، آماده دی چې له مقاومت لاس واخلي.


ښاغلي مسعود د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د طالبانو ضد څېرو د دویمې ناستې په څنډه کې وویل چې د افغانستان مطلق اکثریت طالبان نه غواړي او اوسنی وضعیت پر دوی تحمیل شوی دی.

هغه دا هم وویل چې د ویانا په غونډه کې اکثره ګډونوال موافق دي چې د خبرو مېز ته د طالبانو د راوستلو لپاره باید له ټولو اړینو لارو چارو کار واخیستل شي.

په همدې حال کې طالبان له څه باندې یو نیم کال راهیسې پر افغانستان واکمن دي او ادعا کوي چې په بشپړ ډول یې اسلامي حکومت جوړ کړی دی.

طالبان وايي، په ټول هېواد کې امنیت دی او د دې ډلې پر وړاندې هېڅ مقاومت نشته.

خو د دې ډلې ځواکونه په حقیقت کې د پنجشیر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې د مقاومت د جبهې او نورو جبهو له ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي