آریانانیوز: د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق د عزل په اړه ولسمشر اشرف غني فرمان صادر کړی دی.
په دغو فرمان کې راغلي، د افغانستان اساسي قانون ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق عزل منظور دی.
محمد محقق د ملي یوالي حکومت د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال وو، نوموړي د ۲۰۱۴ کال په انتخاباتو کې د اوسني اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله مرستیال وو.
محمد محقق د هیود هزاره توکم وتلی او پراخ نفوذه سیاستوال دی.
ښاغلي محقق د ۱۳۹۸ کال په ټاکنو کې د حنیف اتمر په مشرۍ د سولې او اعتدال ټاکنیز ټکټ د دوهم مرستیال په توګه نوم لیکنه کړې ده.