برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۱ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: له ترهګرۍ سره مبارزه پر طالبانو د فشار راوړلو یوه بهانه ده

آریانانیوز: د طالبانو ویاند په دې خبرې سره چې په افغانستان کښې د داعش ګواښ له تبلیغاتو پرته بل څه نه دی وویل: ځینو هیوادونو دغه ترهګره ډله په کابل باندې د دباو اچولو په پلمه بدله کړې ده.


د افغانستان د حاکميت وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په افغانستان کې د داعش د فعاليت په اړه د ځينو هېوادونو اندېښنې يوازې پروپاګند دی، او دوی يې په افغانستان کې د دغې ترهګرې ډلې په مبالغه کولو او د طالبانو پر ضد په کارولو تورن کړي دي.

مجاهد د داعش د بریدونو په اړه وویل: دوی [داعش] په پټه او مهارت سره هڅه کوي چې د خلکو او ښارونو له ګڼې ګوڼې څخه ګټه پورته کړي.

د طالبانو ویاند له دې مخکې په افغانستان کې د داعش د فعالیت او شتون په اړه د اندېښنو په ځواب کې ټینګار کړی و، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د امنیتي ځواکونو په واک کې ده او هیچا ته اجازه نه ورکول کېږي، چې د افغانستان له خاورې نورو هېوادونو ته ګواښ او ناامني رامنځته کړي.

د هغه په وينا، داعش په افغانستان کې د له منځه تلو په حال کې دى، نو په افغانستان کې يې د شتون په اړه ګواښ او يا اندېښنه کول دروغ او له حقيقته لرې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ ادعا کړې وه، چې داعش به د دوبي په لومړیو کې له افغانستان څخه پر بهرنیو هېوادونو د برید توان ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي