برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۸ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: د هاګ محکمه د امریکایانو د جنایاتو د څېړلو واک نه لري

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړلو لپاره د بښنې نړیوال سازمان غوښتنې ته غبرګون وښود.


په افغانستان کې د جنګي جرمونو د دوسیو د څیړلو لپاره د بښنې نړیوال سازمان د جنایي جرمونو له نړیوالې محکمې چې د هاګ محکمې په نامه هم یادیږي، د بښنې نړیوال سازمان له غوښتنې وروسته، د طالبانو ویاند اعلان وکړ چې دغه محکمه د اشغالګرو د جنایتونو د څیړلو توان نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: د جرمونو نړیواله محکمه باید په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو تر واکمنۍ مخکې په افغانستان کې د طالبانو او نورو هېوادونو له خوا د ترسره شویو جرمونو د قربانیانو لپاره د عدالت پلي کولو ته لومړیتوب ورکړي او دغه بهیر چټک کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دې غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي: دا محکمه نه شي کولای چې زورواکي اشغالګر هیوادونه په افغانستان کې د خپلو جنایتونو حساب ته وسپاري.

هغه زیاته کړه، د افغانستان واکمنه اداره له دغې محکمې څخه د امریکايي او ناټو پوځیانو د جنایتونو د څېړلو لپاره هېڅ امېد نه لري او د دې ادارې بې پرېتوب تر پوښتنې لاندې دی.

د پوځي او سیاسي چارو کارپوه سلیم پیګیر وویل: که محکمه غواړي چې د دغو ټولو جرمونو څېړنه وکړي او عاملین یې محاکمې ته راکاږي، باید پیل یې له امریکا څخه وشي.

د هاګ محکمې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې به د جنګي جرمونو په اړه څېړنې بیا پیلوي، خو په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شل کلن حضور پرمهال شوي جرمونه به ونه څېړل شي.

دې ادارې په دې اړه یادونه کړې وه چې ولې د هاګ محکمې متحده ایالات له تحقیقاتو څخه معاف کړل: د ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا حکومت د افغانستان په اړه د احتمالي څېړنو په اړه دغې محکمې ته د انتقامي اقداماتو ګواښ وکړ او د جرمونو د نړیوالې محکمې د هغه مهال پر څارنوالې فاتو بنسودا او د دې محکمې پر یو بل لوړ پوړي چارواکي یې بندیزونه ولګول.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي