برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: د ماشومانو او ښځو حالت ښه شوی دی

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه د ملګرو ملتونو وروستی راپور رد کړ.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو هغه تازه راپور رد کړ چې وایی: افغانستان کې له څو میاشتو څخه تر ۱۷ کلنو پورې د درې زره او ۵۴۵ ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱۹ قضیې ثبت شوي دي.

مجاهد ویلي، له بهر څخه د افغانستان په اړه د ځينو بنسټونو له خوا خپاره شوي راپورونه دقیق نه دي.

ده زياته کړه: د راپورونو له لارې دوى هڅه کوي چې د افغانستان د نظام او خلکو پرخلاف تبليغات وکړي او هدف يې له ماشومانو سره همکاري نه ده. افغانستان کې د ماشومانو وضعیت د پخوا په پرتله ښه شوی دی. په تیرو شلو کلونو کې ماشومان زیانمن شوي او وژل شوي دي.

باید یادونه وشي، چې ملګرو ملتونو په یوه راپور کې اعلان کړی، چې په افغانستان کې د جګړو له کمېدو سره سره، ماشومان لا هم په ډېر زیان منونکي وضعیت کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي