برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۷ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: د داعش په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري

آریانانیوز: د طالبانو ویاند ویلي چې په افغانستان کې د داعش د شمېر په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په افغانستان کې د داعش د شمېر په اړه د امریکايي چارواکو څرګندونې حقیقت نه لري او دا چې داعش له پخوا کم شوی او ځپل شوی دی.

مجاهد په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: د دې مسلې راپورته کول او په دې برخه کې د امریکايي چارواکو مبالغه کول له داعش ډلې سره همکاري او د هغوی د ګټو لپاره کمپاین دی، چې باید ودرول شي.

تر دې مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو د مرکزي ځواکونو “سنتکام” قوماندان مایکل کوریلا ویلي وو چې د داعش خراسان څانګه به په راتلونکو شپږو میاشتو کې د امریکا او لویدیځو هېوادونو پر ګټو د حملو توان پیدا کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي