برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۳ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

مجاهد: افغانستان کې د ناټو جنایتونه دې د یوې خپلواکې ادارې له خوا وڅېړل شي

د طالبانو ویاند په افغانستان کې د برتانوي پوځیانو د جنایتونو د څېړلو په اړه د بریتانیا د پوځ د لوی درستیز د ادعا په اړه غبرګون وښود.


د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو د جنګي جنايتونو د څېړنې په اړه د برتانيې د پوځ د مشر د څرګندونو په غبرګون کې دا يو نمایشي عمل بللى دى.

نوموړي زیاته کړې، چې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال ډېر جنګي جنایتونه کړي، چې باید د یوې بې پرې ادارې له خوا وڅېړل شي، چې د ښکېلو خواوو له خوا ومنل شي.

مجاهد همداراز ټینګار کړی چې د ناټو غړي هېوادونه باید په افغانستان کې د جګړې د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د طالبانو ویاند ویلي: په اشغالګرو ځواکونو د خپلو جنګي جنایتونو د څیړلو لپاره هیڅ باور نه لري. له بلې خوا دوی هڅه کوي هغه جنایتونه چې په افغانستان کې یې په شلو کلونو کې ترسره کړي یوازې څو عسکرو ته منسوب کړي ترڅو خپل ټول ځواکونه له دغو جنایتونو څخه تبرئه کړي. دا یو نمایشي عمل دی چې ګټور نه دی.

تر دې مخکې د برتانیا د پوځ مشر جنرال پټریک سنډرز په یوه بیان کې د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د دغه هېواد د ځانګړو ځواکونو له خوا د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو ملاتړ کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي