برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۴ خرداد , ۱۴۰۳ لنډ لینک :

مجاهد: اسلامي هېوادونه دې له غزې سره مرسته وکړي

د طالبانو ویاند په غزې د صهیونیسټ رژیم حملې وغندلې.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر غزې د صهیونیسټي رژیم بریدونه غندلي او له نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هیوادونو یې غوښتي چې د دغه بشري جنایت مخه ونیسي او د غزې له خلکو سره مرسته وکړي.

مجاهد ویلي، امریکا او لویدیځې ټولنې تل د خپلو ګټو لپاره په نورو هیوادونو کښې د بشری حقوقو په خلاف ورزیو کښې لاسوهنه کوی خو په غزه کښې د اسرائیلو د جنایتونو او د بشر ضد فعالیتونو ملاتړی او شریکان دی.

په ورته وخت کې د عدالت نړیوالې محکمې له اسراییلو غوښتي چې له فلسطین سره د مرستې لپاره لازم اقدامات وکړي او د یوې میاشتې په دننه کې دې د محکمې د حکم د عملي کېدو په اړه راپور وړاندې کړي.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۳ میلادی کال د اکټوبر له ۷ نیټې څخه تراوسه پورې د صهیونیسټ رژیم په حملو او بمباریو کښې ۳۲ زره ۶۲۳ فلسطینیان شهیدان شوی او څه دپاسه ۷۵ زره ژوبل شوی دی چې زیاتره یې ښځې او ماشومان دی. او په ورته وخت کې، نور سل زره خلک چې کورونه یې د بمباریو له امله ویجاړ شوي د خپلو ځایونو پریښودو ته اړ شوي دي.

شریک یي کړئ!