برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

متقي: ایران ته سفر له لاسته راوړنو ډک و

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د طالبانو د رئیس الوزرا له سیاسي مرستیال سره وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.


د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د ریاست الوزرا له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره په لیدنه کې ایران ته سفر له لاسته راوړنو ډک بللی دی.

متقي ايران د افغانستان دوست هېواد وباله او زياته يې کړه، چې له ايراني چارواکو سره يې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي، اقتصادي او سوداګريزې پراختيا په اړه خبرې کړې دي.

مولوي عبدالکبیر په دې ناسته کې وویل، چې طالبان د سیمې له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ایران سره ښې اړیکې غواړي او دا اړیکې باید پراخې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي