برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۳ فروردین , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

متقي : امریکا دې د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي

آریانانیوز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې په لاسوهنه او د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړه.


په دې وروستیو کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی په خپله وینا کې امریکا د دوحې له تړون څخه په سرغړونې تورنه کړه.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه په دوام وویل: هغه وخت بین الافغاني مذاکرات پیل شول او تر پایه یې دوام وکړ، خو د مذاکراتو په میز کې له بل لوري هیڅ یو نظر، فکر او اجنډا نه وه. خبرې اترې څو میاشتې په غیر منظم ډول روانې وې، خو کوم پرمختګ ونه شو.

امیر خان متقي زیاته کړه چې امریکا د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته دوام ورکوي او دا د دوحې له تړون څخه سرغړونه ده.

د یادولو وړ ده چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ نیټه د نهو پړاوو خبرو اترو وروسته د ټرمپ ادارې او طالبانو یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې ظاهرا د 20 کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره لومړی ګام ګڼل کیده چې لږترلږه 157,000 خلک یې ووژل او د متحده ایالاتو حکومت یې له 2 ټریلیون ډالرو څخه ډیر لګښت وکړ.

اوربند یا په تاوتریخوالي کې موقتي کمښت؛ له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتل؛ د بین الافغاني مذاکراتو پیل او په پای کې د دې ډاډ ورکول چې افغانستان د ترهګرو ډلو په امن پټنځای بدل نه شي، د دغه تړون څلور اساسي محورونه وو، خو د طالبانو په وینا امریکا په وار وار د دغه تړون له مادو څخه سرغړونه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي