برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

متحده ایالاتو په کابل کې په یوه خونړي برید کې خپله اشتباه ومنله

آریانانیوز: امریکايي چارواکو منلې چې دوی د کابل هوایي ډګر ته څېرمه د بې پیلوټه الوتکې په برید کې تېروتنه کړې چې د یوې کورنۍ د 10 غړو د وژل کېدو لامل شوې.


متحده ایالاتو ومنله چې د کابل هوایی ډګر ته نږدې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې یې تېروتنه کړې او د داعش د ځانمرګي بریدګر پر ځای یې د یوې کورنۍ 10 غړي وژلي.

د متحده ایالاتو یوه لوړ پوړي چارواکي سي بي ایس نیوز ته وویل چې په برید کې 10 بې ګناه خلک وژل شوي. تر دې مخکې ادعا شوې وه چې په برید کې د داعش یو ځانمرګی بریدګر وژل شوی دی.

د ګډو ځواکونو لوی درستیز ، جنرال کینیټ مکنزي دا برید یوه غمجنه اشتباه وبلله او ویې ویل دا ناشونې ده چې دغه کورنۍ د خراسان داعش سره کومه اړیکه درلوده یا امریکایي ځواکونو ته یې ګواښ پېښ کړی و.
ماکینزي زیاته کړه: دا یوه تېروتنه وه او زه د زړه له کومي بښنه غواړم.

د متحده ایالاتو نظامي تحقیق موندلي چې په برید کې د ژغورنې کارکونکی او د هغه د کورنۍ نهه غړي ، په شمول اوه ماشومان وژل شوي.

د پلټنو له مخې ، د دې هیواد استخباراتو ادارو د 8 ساعتونو لپاره د مرستې کار کونکي موټر تعقیب کړی و او فکر یې کاوه چې هغه د داعش خراسان څانګې سره تړاو لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي