برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۹ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

مایک پومپیو: هیواد یې له افغانستان څخه د پوځیانو د ایستلو په اړه جدي دی

آریانانیوز: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو په قطر کې له طالب استازو سره د امریکایي پلاوي تر شپږ ورځني مذاکراتو وروسته ویلي، امریکا د افغان سولې جدي ملاتړ کوي او خپل هېواد ته د پوځیانو د ستنولو په اړه جدي دی.


د غه امریکایي وزیر پر خپل ټویټر لیکلي چې د قطر په دې پړاو کتنه کې د سولې په اړه مهم پرمختګونه شوي دي.
نوموړی وايي، له افغان حکومت او ټولو اړوندو غاړو سره په ګډه د یوه با ثباته، خپلواک او هوسا افغانستان لپاره کار کوي.
نوموړي زیاته کړې، د امریکا متحده ایالتونه به پرېنږدي چې افغانستان یوځل بیا د نړیوالو ترهګرو په ځاله بدل شي.
طالبانو هم اعلان کړی چې امریکا سره په شپږ ورځنیو خبرو کې د هغوی ټول تمرکز له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو پر ایستلو وو او تر هغه مهاله چې دغه مسئله هواره نشي پر هیڅ یوې بلې موضوع به هوکړه ونشي.
په قطر کې د افغان سولې په تړاو د دغې وروستۍ ناستې جزئیات تر دې مهاله یوه لوري هم په رسمي توګه نه دي په ډاګه کړي، خو تمه کیږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد له طالب استازو سره د خبرو له پای ته رسیدلو وروسته کابل ته راشي او د دغې ناستې په تړاو تازه جزئیات له افغان حکومتي چارواکو سره شریک کړي.

شریک یي کړئ!