برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

لویدیځ هیوادونه: د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو پر بهرني ملاتړ او مشروعیت منفي اغیز لري

آریانانیوز: د یو شمير لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي په یوه ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د نجونو پر زده کړو بندیز د طالبانو پر بهرني ملاتړ او مشروعیت منفي اغېز لري.


د بریتانیا، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې، امریکا او د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې ښوونځیو ته د افغان نجونو پر راستنیدو بندیز د هېواد له خلکو او نړیوالو ټولنې سره د طالبانو د ژمنې خلاف دی.

په اعلامیه کې پر دې پرېکړې د بیا غور پر اړتیا ټینګار شوی او ویلي یې دي چې د پرېکړې نه بدلول به د ټولنیزې یووالي او د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان لید او د نړیوالې ټولنې د عزتمند غړي کیدو لپاره د دې هیواد هیلې او د بیرته ستنیدو لپاره د افغانانو لیوالتیا هم زیانمنوي.

د لوېدیځو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولنې جګپوړي استازي هم ویلي چې د افغان نجونو پر زده کړو د بندیز د دوام لپاره د طالبانو پرېکړه به په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د سیاسي ملاتړ او مشروعیت د ترلاسه کولو پر راتلونکي منفي اغېز وکړي.

تر دې مخکې د البانیا، اندورا، استرالیا، بلجیم، بوسنیا او هرزګوینا، کاناډا، استونیا، جرمني، آیسلنډ، کوسوو، مالاوي، منګولیا، نیوزیلنډ، سویډن، ټونگا او برتانیا د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي وو چې له افغان ولس او نړیوالو کنوانسیونونو سره پر خپلو ژمنو ودرېږي چې نجونو ته د زده کړو په ټولو کچو کې د لاسرسي اجازه ورکړي.

د ۱۶ هیوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو هم ویلي چې په افغانستان کې د دغو هیوادونو د ونډې کچه په طالبانو پورې اړه لري چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي