برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۶ مرداد , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

لودهی: د پاکستان د صبر پای ته رسېدلی دی

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخوانی استازی وايي، له افغان حکومت سره یې د هېواد صبر پای ته رسېدلی دی.


په ملګرو ملتو کښې د پاکستان پخوانۍ استازې ملیحې لودهی په افغانستان کښې د تحریک طالبان پاکستان په شمول د ترهګرو ډلو د شتون په هکله وویل له افغان طالبانو سره د اسلام آباد د حکومت د صبر کاسه ډکه شوې ده.

لودهی زیاته کړه چې د پاکستاني چارواکو او د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو تر منځ د بې نتیجې خبرو په پام کې نیولو سره په کابل کې موجوده چارواکو ډاډ ورکړی چې د تحریک طالبان پاکستان مخه به نیسي.

لودهی زیاته کړه، خو له کابل سره د اسلام اباد صبر پای ته رسېدلی دی.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني استازي د افغان حکومت په وړاندې د پاکستان د پوځ سختو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې دا کار به پاکستان له جدي امنیتي عواقبو سره مخامخ کړي.

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان پخواني سفیر ټینګار کړی، چې امنیت د افغانستان د ټولو ګاونډیانو لپاره یوه مهمه او د اندېښنې وړ مسئله ده او د پاکستان حکومت باید د افغانستان په اړه پر خپلې اوسنۍ پالیسۍ له سره غور وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي