برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له هوکړې څخه دامريکا سرغړونه

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی په دوحه کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين پر خپل ټوېټر ليکلي چې امريکا په هوايي بريدونو سره د سولې له هوکړې سرغړونه کړې.
هغه زياته کړه، امريکايي ځواکونو په هلمند، زابل او غزني ولایتونو کې په غيرجنګي سيمو کې هوايي بريدونه کړي او دا په دوحه کې د طالبانو او امريکايي لوري تر منځ له هغه هوکړې سرغړونه ده چې د تېر لمريز کال د کب په لسمه لاسليک شوه.
شاهين دغه بريدونه غندلي دي. دا په داسې حال کې ده چې امريکا تېره اونۍ اعلان وکړ، چې له هوکړې وروسته په ۱۳۵ ورځو کې يې په افغانستان کې پنځه لويې پوځي اډې تخليه کړې دي اوهغه يې حکومتی ځواکونو ته سپارلې دي.
امریکا د افغانستان په ۱۹ کلن جنګ کی ډیر جنایتونه کړی دي چی پکې د لسګونو زره ملکیانو وژل ، د دغه هیواد د بیخ بینایی تاسیساتو تباه کول ، د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو پراختیا او د نشه ایزو موادو د تولید زیاتیدا شاملی دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي