برخه -څانګه : afghanistan, note, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له موږ څخه د وسلو اېښودلو خیالي غوښتنې

آریانانیوز: طالبان وايي؛ زلمی خلیلزاد دې حقایق درک کړي ا وله دوی څخه دې د وسلو د اېښودلو خیالي غوښتنې نه کوي.



طالبانو دغه څرګندونې د زلمي خلیلزاد له لوري په ټویټر باندې د لیکلې ادعا په غبرګون کې کړې، د خلیلزاد په وینا؛ نوموړي طالبانو ته ویلي چې « افغانان وروڼه او خویندې سوله غواړي او اوس وخت رارسېدلی چې تاسو خپلې وسلې په ځمکه کېږدئ او تشدد ته د پای ټکی کېږدی».
د نوموړي ددې ادعا په غبرګون کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې«خلیلزاد دې له موږ څخه د وسلې ايښودلو فکر نه کوي، د دا ډول خیالي غوښتنې پرځای دې امریکایان په دې پوه کړي چې نور دې له زور څخه کار نه اخلي او نه دې هم د کابل شړيدلې ادارې لپاره له دې زیات ځاني او مالي تاوان پريکوي او د ناکامه ستراتيژیو تکرار دې بند کړي، ځکه چې نتیجه نه لري».
مجاهد وړاندې زیاتوي چې « بهتره داده چې خلیلزاد د شف شف پرځای سم په جرأت سره شفتالو ووايي او روانو حقائقوته غاړه کيږدي».
یاده دې وي چې؛ د طالبانو او د امریکا دمتحده ایالاتو د ځانګړي استازي تر منځ دا تبصرې داسې مهال تبادله کېږي چې؛ دواړه لوري د قطر په دوحه کې د مذاکراتو مېز ته ناست دي او د بهرنیو عسکرو د وتلو په مهالویش بحث کوي.
د طالبانو د سیاسي دفتر مشر «ملا برادر اخند» ددې مذاکراتو لپاره اصلي اجنډا په توګه زلمي خلیلزاد ته وریاده کړې وه چې؛ تر هغو چې د بهرنیو عسکرو مهالویش او له افغانستان څخه نورو هیوادونو ته د خطر نه پېښېدلو موضوع نهايي نه شي؛ نورو خبرو ته لار نشي خلاصېدای خو خلیلزاد بیا د سولې لپاره د چاپېریال برابرولو په بهانه څلور موضوعات «اوربند، له ګډ حکومت سره خبرې، د تروریزم مخنیوی او د بهرنیو عسکرو وتل» لازمي ګڼلي.
د څارونکو په اند؛ په مذاکراتي بهیر کې د خلیلزاد له لوري د ګډ حکومت د ورګډولو موضوع یوازې حکومت ته تر روحیې ورکولو پورې تړلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي