برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره د کابل حکومت چمتووالی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د  افغانستان  د دولسمشرۍ دماڼۍ مرستیال  ویندوی  صمیم عارف  نن په یولړ څرګندونو کې  وئیلی دی ، داشرف غنی  په مشرۍ  د افغانستان حکومت ټینګار کوی ، چې   دافغانستان دشخړې حل دادی چې  طالبانو ډله   له حکومت سره خبرې اترې  وکړی.


د افغانستان دولسمشرۍ  دارګ  مرستیال ویندوی  زیاته کړې ، کابل او واشنګټن باؤری دی ،چې  په افغانستان کې   دسولې  نهائی خبرې اترې  باید د افغان حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ ترسره شی
اشرف غنی په همداوروستیو کې  یوځل بیا   له طالبانو ډلې سره دروغې جوړې دخبرواترو لپاره  د کابل حکومت  چمتووالی اعلان کړی  دی .
داپه داسې حال کې دی چې   دامریکا اوطالبانو ډلې ترمینځ  وروستۍ خبرې اترې  چې په قطر کې تر شپږوورځو پورې ترسره شوی ،  له کومې نتیجې پرته پای ته رسیدلی دی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي