برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۳ آذر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له طالبانو څخه د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون غوښتنه

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په یوه بیان کې په طالبانو غږ کړی چې د جګړې په ډګر کې د ماشومانو ګمارنه پای ته ورسوي ...



د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون پر وسله والو طالبانو غږ وکړ چې د ماشوم د حقونو د کنوانسیون سره سم د جګړې په ډګر کې د ماشومانو کار پای ته ورسوي.

د ماشومانو د نړیوالې ورځې سره په سمون کې ، د بشري حقونو کمیسیون لخوا په یوه خپره شوې اعلامیه کې هم پر افغان حکومت غږ شوی چې د زیان منونکو او د زیان په خطرکی ماشومانو لومړنۍ اړتیاوې په ګوته کړي.

اعلامیه ټینګار کوي چې په هیواد کې اوږدې جګړې د ماشومانو روغتیا ، پرمختګ او تعلیم لپاره ناوړه پایلې لرلې.

کمیسیون وویل چې په افغانستان کې کار کونکي ماشومان ، یتیمان، بدسرپرست او د واټونو ماشومانو ته خورا پاملرنې ته اړتیا ده.

له بلې خوا ، د بشري حقونو کمیسیون هم په حکومت او مرستندویه ادارو غږ کړی چې د وروستیو میاشتو جګړو په پایله کې بې ځایه شوي ماشومانو ته زیاته پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو کمیسون په وسله والو طالبانو غږ کوي چې د جګړې په لیکو کې د ماشومانو ګمارنه پای ته ورسوي.

له دې دمخه یو شمیر سازمانونو ، په شمول د کمیسیون او د بشري حقونو د څار ډلې ، اعلان کړی و چې طالبان د دوی په لیکو کې ماشومان استخداموي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي