برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له طالبانو سره د هوکړې په تطبیق کې دامریکا ناکامی

آریانانیوز: د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک، چې د روان کال د فبرورۍ پر ۲۹مه نېټه لاسلیک شو، د هوکړې د تطبیق او سولې ته د رسېدو هیلې یې ورسره ډېرې وې؛ خو ظاهراً اوس د دغې توافقنامې تطبیق له جدي ننګونو سره مخ دی
د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې په اساس ټاکل شوې وه، چې تر لسو ورځو پورې د طالبانو ۵ زره او افغان لوري زر بندیان ازاد او بین الافغاني خبرې پیل شي، خو لیدل کېږي چې د څو میاشتو په تېرېدو دغه کار نه دی شوی او په کور دننه حکومت د بندیانو د ازادولو مخالفت کوي
د هوکړې له لاسلیک کېدو څخه د دوو میاشتو په تېرېدو تر اوسه د طالبانو محدود شمېر بندیان خوشې شوي او حکومت د طالبانو د نورو بندیانو ازادول پر شرایطو پورې محدود کړي او حتی په دې هوکړه کې د ځینو بندیانو له ازادولو یې انکار کړی دی
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین اندېښنه ښيي چې مقابل لوري د توافقنامې مطابق اقدامات نه دي کړي او دا مسئله د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډ سبب هم ګرځېدلې ده
خو د دغې توافقنامې د نه تطبیق په تړاو دا پوښتنې پیدا شوي، چې ایا په خپله متحده ایالاتو نه غوښتل چې د سولې توافقنامه تطبیق شي او که په دې برخه کې د زلمي خلیلزاد ناتوانۍ ثابتوي، چې اوس د هوکړې تطبیق یې له مشکل سره مخ شوی دی
د چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی او د ولسي جرګې غړی غلام حسین ناصري وايي چې امریکا له طالبانو سره هوکړه کې هڅه کړې څو تر ډېره د امریکا ګټې خوندي کړي، چې له همدې امله اوس د دغې توافقنامې په عملي کولو کې زلمی خلیلزاد پاتې راغلی دی
سره له دې چې متحده ایالاتو په دې توافقنامه کې په تکرار سره ټینګار کړې چې طالبان د حکومت حیثیت نه لري، خو په ځینو مواردو کې یې له طالبانو داسې غوښتنې مطرح کړې دي چې هغه د یو حکومت کار دی، نه د طالبانو
د دې هوکړې د دویمې برخې په پنځمه ماده کې راغلي:« اسلامي امارت، چې امریکا یې د طالبانو په نوم پېژني هېڅ یوه بهرني وګړي ته به، چې د متحده ایالاتونو او د هغوی د متحدینو امنیت ګواښي، ویزه، پاسپورت، د سفر جواز او نور قانوني اسناد ورنه کړي چې افغانستان ته داخل شي.»
ویل کېږي چې افغان سیاسي مشرانو هم له خلیلزاد سره په مجلسونو کې د طالبانو له لوري د وېزې ورکولو مسئلې په تړاو له امریکا وضاحت غوښتی خو خلیلزاد ټینګار کړی چې په دې برخه کې له دوی څخه تېروتنه شوې ده
د چارو شنونکي وايي په داسې حال کې چې له هېوادونو، لوریو او نهادونو سره د متحده ایالاتو توافقنامې په ډېر دقت ترسره کېږي، د طالبانو او متحده ایالاتو ترمنځ د سولې هوکړه کې دغه ډول ابهامات او تېروتنې یو ډول عمدي کار ښکاري
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه کې د ابهاماتو او نواقصو په تړاو د راپورنو په لړ کې تازه امریکایي چارواکو اندېښنه ښودلې، چې که د کرونا وېروس له امله د افغانستان په زندانونو کې بندیان تلف شي د سولې پروسه به ناکامه شي.
لویدیځو دیپلوماتانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي:« امریکايي چارواکي وېره لري که په زندانونو کې کرونا وېروس په پراخه کچه خپور شي او يو شمېر بندیان يې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړي، د سولې پروسه به زيانمنه کړي.»
د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړې پر نه تطبیق کېدو څرګندونې داسې مهال دي، چې افغان حکومت او طالبانو له کوم میکانیزم او توافق پرته د زندانیانو د ازادولو بهیر پیل کړی چې د شنونکو په وینا د توافقنامې خلاف اقدامات افغانان سولې ته نه شي رسولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي