برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې

آریانانیوز: د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د تبليغاتي کمپاين په موخه له طالبانو سره د سولې او اوربند خبرې کوي.
دا څرګندونې د «فاکس نيوز» تلويزوني شبکې د سياسي چارو کارپوهې او د «منهاتن» څېړنيز مرکز محققې جوديت ميلر کړي او وايي، ټرمپ هڅه کوي د دې تبليغاتي کمپاين په مرسته خپله بهرنۍ تګلاره بريالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وښيي.
ميرمن ميلر وايي، د سولې په اړه د ټرمپ څرګندونې يوازې د ټاکنيز کمپيان برخه ده، په داسې حال کې، چې دوه مياشتې مخکې نوموړي له طالبانو سره د سولې خبرې لغوه کړې او له هغه وخته راهيسې د افغانستان وضعيت کې کوم بدلون نه دی راغلی.
د جوديت ميلر په وينا ټرمپ په دې لټه کې دی، تر څو د بهرنۍ تګلارې د بريا لپاره داسې څه ترلاسه کړي، چې د خلکو نظر د خپل ځان لپاره ور واړوي او د اوربند په اړه د هغه څرګندونې هم د طالبانو له لوري رد شوي او بې ځایه بلل شوي دي.
دغه امريکايي کارپوهه وايي، د افغانستان له پنځوس سلنه زياته خاوره اوس هم د طالبانو په واک کې ده، د دوو مياشتو زيات وخت په تېرېدو لا هم د ولسمشريزو ټاکنو پایلې نه دي معلومې او حتا په خپله اشرف غني د افغانستان له بشپړ وضعيته ناخبره دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي