برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له طالبانو سره دګډ حکومت د پلاوي محدود صلاحیت

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ګډ حکومت مشر اشرف غني چی ننګرهار ته تللی او هلته يې يوې غونډې ته د وينا پر مهال وويل، چې له طالبانو سره د سولې خبرې کوي، خو په دې شرط، چې طالبان له پاکستان راووځي
اشرف غني ټينګار وکړ، چې طالبان دې د بنديانو د خلاصولو شرطونه نه ږدي او له شرطونو پرته دې د سولې خبرې پيل کړي
له طالبانو سره د سولې خبرو د پلاوي په اړه نوموړي ټينګار وکړ، چې د مذاکره کوونکي پلاوي صلاحيتونه به محدود وي
اشرف غني خپل دريځ د افغانستان د ګټو پر اساس بللی او وايي، چې د سولې په خبرو کې به د هېواد په ګټو هېڅ انعطاف ونه کړي، خو دا يې ونه ويل، چې دا ګټې څه دي؟
اشرف غني دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې يو شپږ کسيز حکومتي پلاوی د امريکا او طالبانو له تړون مخکې د قطر پلازمېنې دوحې ته تللی دی
د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند صديق صديقي ويلي، دغه حکومتي پلاوی هڅه کوي، له طالب استازو سره اړيکې جوړې کړي او د بین الافغاني خبرو اجنډا تياره کړي
طالبان وايي، امريکا په ورسره په ليکل شوې مسوده کې منلې، چې د بین الافغاني خبرو له پيل مخکې به پنځه زره طالب بنديان له حکومتي زندانونو او زر تنه حکومتي عسکر د طالبانو له زندانونو خوشې کيږي
ځينې خبريالان وايي، د کابل حکومتي پلاوی به له طالبانو سره خبرې وکړي او د ناستې ډېره اجنډا به د پنځه زره طالب بنديانو او زر تنه حکومتي بنديانو د خوشې په اړه وي
د رپوټونو له مخې د ملي امنیت شورا مرستيال سالم شاه ابراهیمي، د عدلیې وزارت مرستیاله ذکیه عادلي، د سولې چارو کې د دولت وزارت مرستیال عبدالخالق بالاکرزی، د بهرنیو چارو وزارت استازی فیض الله ذکي، د حج او اوقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري او د محبسونو د تنظیم عمومي مشر جمشېد توتاخېل د حکومت هغه شپږ کسیز پلاوی دی چې، د بندیانو د خوشې کولو او بین الافغاني خبرو د اجنډا معلومولو په موخه دوحې ته تللی دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي