برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له طالبانو سره داوربند دوام

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل دحکومت او طالبانو ترمنځ د اختر په درې ورځو کې له اوربند څو ورځې وروسته پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي چې د طالبانو له خورو ورو بریدونو سره سره له طالبانو سره د دې ډلې اوربند دوام لري
نوموړی وايي، «اوربند یو پېچلی عملیاتي اقدام دی چې په‌کې د پېښو مخنیوي لپاره د پام وړ او دوامداره همغږۍ ته اړتیا ده او په دې برخه کې به هڅې دوام وکړي
طالبانو د اختر په درې ورځو کې اوربند اعلان کړ. که څه هم دې ډلې تر اوسه د اوربند د دوام په اړه څه نه دي ویلي، خو د هېواد په ځینو برخو کې لا هم شته
ملي امنیت شورا تر دې وړاندې د طالبانو بندیانو خوشې کول په اوربند او مخامخ بین‌الافغاني خبرو اترو پورې تړلي بللي وو
د طالبانو له لوري د اوربند له اعلان وروسته، ولسمشر محمداشرف غني د دوو زرو طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ. د راپورونو له مخې، تر اوسه د دغو دوو زرو بندیانو له ډلې زر هغه یې د هېواد له بندخونو خوشې شوي دي
ملي امنیت شورا پرون وویل چې د طالبانو یو تخنیکي پلاوی په کابل کې دی او د بندیانو د تبادلې پر څرنګوالي له افغان حکومت سره ګډ کار کوي
افغان حکومت د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته دوه زره طالب بندیان خوشې کړي او طالبانو هم د حکومت ۳۴۱ بندیان خوشې کړي دي
د امریکا او طالبانو ترمنځ په لاسلیک شوي هوکړه‌لیک کې لیکل شوي چې افغان حکومت باید ۵ زره او طالبان باید زر بندیان خوشې کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي