برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۷ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له طالبانوسره دموافقې د ژغورنې هڅی

آریانانیوز: درسنیوپه رپوټ په اساس د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ له طالبانو سره دشوي موافقې د بشپړ ناکامۍ دمخنیوی په موخې سره دقطر له امیر سره خبرې اترې کړي دي.
د امنیتي ځواک په ضد د طالبانو وروستیو حملو او د دوحې دموافقې د مادو په ښکاره خلاف ورزۍ پسې،د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ ددغو موافقو د ژغورنې لپاره د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني سره ټيلیفوني خبرې کړي دي .
داپه داسې حال کې دي چې ځینی راپورونه د افغانستان په هلمند ولایت کې د طالبانو پر مورچلو د امریکائي جنګی الوتکو د حملو خبرهم ورکوي .
په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمینځ دشوي موافقې په اساس ټاکل شوې چېامریکائي او بهرنيعسکرپه افغانستان کې د طالبانو د تاؤټریخوالي د کمیداشرط ته د پابندۍ په بڼه کې به په راتلونکو څوارلسو میاشتو کې په بشپړ ډول له دغه هیواده ووځي .
ډیری شناندي او کارپوهان وائي له هماغه پیله دغه د تش په نامه سولې موافقه ناکامه ښکاري ځکه هم طالبانو ددغې موافقې له څو ورځو تیریدا وروسته تاؤتریخوالي نه یوازې کم کړی نه دی بلکې پر افغان عسکرو ئې حملې نوره هم زیاتې کړي او همداراز امریکایي جنګي الوتکو هم پر طالبانو حملې کړي دي .
د افغانستان زیاترو چارواکو،سیاستوالانو او خلکو په کرتو په دغه هیواد کېد امریکا په قوماندانۍ دبهرنیوعسکرود شتون په دوام سختې نیوکې کړي او دغه بهرني ترهه ګر پوځیان ئې په افغانستان کې د تاؤتریخوالو او شخړو دزیاتیدا لامل بللي او له خپل هیواده ئې د درستو بهرنیو عسکرو د وتلو غوښتنې کړ ي دي .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي