برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲ دی , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له طالبانوسره دخبرواترولپاره د حکومت او سیاسیونو د ګډ هیئت د تشکیل لپاره د کار پیلیدا

آریانانیوز: دځایی سرچینو په قول دکابل حکومت د باندې یو شمېر مشهورې سیاسي څېرې هڅه کوي، د سیاسیونو او حکومت تر منځ د سولې په پروسه کې همغږي راپیدا کړي او له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د دواړو لورو یو ګډ هیئت تشکیل کړي
د سولې عالي شورا ویاند او سوله ییز فعال «حاجي دین محمد»، تورن اسماعیل خان او نور ګڼ شمېر فعالان د هغو سیاسیونو له ډلې دي، چې د پخواني حکومت مشر «حامد کرزی» په مشرۍ یې د حکومت او سیاسیونو تر منځ د همغږۍ د راپیدا کولو هڅو ته کار ویلی
دیوراپور له مخی حاجي دین محمد وویل هڅه مو داده، څو له حکومت او سیاسیونو یو ګډ هیئت وټاکل شي څو له امریکایي لوري سره د طالبانو له توافق سره هم مهاله له طالبانو سره خبرې پیل کړي
تورن اسماعیل خان هم په ورته نظر دی، د نوموړي له قوله « طالبانو په بیا، بیا له حکومت سره خبرې رد کړې او که حکومت هم د غلطیو تکرار ته دوام ورکړي، د سولې فرصت به له لاسه ورکړو
سیاسیون داسې مهال له طالبانو سره د مذاکراتو په برخه کې د حکومت د همغږۍ په تمه دی، چې حکومت لا هم په دې برخه کې یو ګونګ دريځ لري، ځیني وخت په قطر کې روانې خبرې تر خپل مدیریت لاندې بولي او ځیني وخت بیا ګیله لري، چې د یادو مذاکراتو اطلاعات نه ورته رسول کېږي
د بین الافغاني مذاکراتو په برخه کې هم د حکومت دریځ تر ډېره روښانه نه دی، کله طالبان یوه«ترورستي» ډله بولي او د مذاکرې وړ یې نه بولي؛ خو کله، کله بیا هغوی د سولې پروسې په منځ کې د خنډونو په جوړولو په تورنوي
په ورته وخت کې طالبانو بیا د مذاکراتي پروسې له پیله یو دریځ نیولی، د هغوی په خبره، تر هغه مهاله چې له امریکا سره توافق نه وي شوی، له کابل ادارې سره خبرې نه کوي.

شریک یي کړئ!