برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۴ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له سیاسي ګوندونو سره د صلحې خبرو ته تیاري

آریانانیوز: د یوخبر له مخې شیر محمد عباس ستانکزي وویل: طالب ډله چمتو ده چې د افغانستان له سیاسي بهیرونو، عالمانو او قومي مشرانو سره خبرې اترې وکړي.


هغه زیاته کړه: د افغانستان له حکومت سره نیغ په نیغه خبرې اترې تر هغه وخته ناشونې دي تر څو چې د امریکې په قومندې بهرني پوځیان له افغانستانه نه وي وتلې ځکه چې دا حکومت د افغانانو منتخب حکومت نه دی او په دې وجه ورسره خبرې هیڅ ګټه نه لري.
له امریکې سره د طالبانو د مرکچي ټیم دغه جګ پوړي غړي هم داشان د افغانستان په چارو کښې د ډونلډ ټرمپ له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د مذاکراتو د څلورو پړاؤنو په هکله وویل: په قطر کښې د خبرواترو په دې پړاؤ کښې د بهرنیو پوځیانو د وتلو، د طالب بندیانو د آزادۍ او په ردوحه کښې د طالبانو د سیاسي دفتر په رسمیت د پيژندنې په هکله خبرې اترې وشوې خو د دغه هیواد د کورنیو مسائلو په اړه مو مذاکره ونه کړه.
یاده دې وي چې طالبانو مخکښې هم ویلي چې تر څو له افغانستانه امریکا نه وي وتلې، د اشرف غني له حکومت سره د خبرواترو امکان نه شته.
په عین حال کښې په قطر کښې د طالبانو له استازو سره خبرواترو هم هیڅ ګټه نه ده لرلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي