آریانانیوز: د کډوالو چارو وزارت وايي، روان میلادي کال کې تر اوسه پورې ۲۶زره کډوال له ترکيې نه بېرته هېواد ته راغلي دي.
د دې وزارت ویاند اسلام الدین جرئت وايي، دې ډوالو اروپا ته د سفر نیت درلود، چې له ترکيې بېرته را ستانه شوي دي.
هغه وايي ترکيه کې افغان کډوال ځورول کېږي او ظاهراً داسې څه نه ښکاري چې له دې کډوالو سره مرسته کوي.
جرئت وویل چې یوازې روانه میاشت کې شاوخوا ۱۸۰۰ کډوال له ترکيې بېرته را ستانه شوي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د کډوالو نړیوال سازمان دوه ورځې وړاندې وویل، چې له ایران نه هم د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې ۱۲زره کډوال بېرته هېواد ته راغلي دي.
د ګډ حکومت په څلور کلنه دوره کې زرګونه ځوانان له هېواده وتلو ته اړ شول، چې علت يې نا امني او پراخه بې کاري بلل کېږي.
یاده دې وي په هېواد کې د ننه هم د جګړو او وچکالۍ له امله ګڼې کورنۍ بې ځایه شوې دي، چې د ژمي په رارسېدو سره لا هم په بد وضعیت کې ګوزاره کوي.