برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۳ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ترکيه کې ۴۶ تنه ناقانونه افغانان نيول شوي

آریانانیوز: د ترکيې د قرقلرایلي ولايت چارواکي وايي چې ددې ولايت په دوو ولسواليو کې يې ۴۶ تنه ناقانونه افغانان نيولي دي.



د قرق لرايلي ولايت امنيتي مسؤلينو ويلي دي چې دغه کسان د کوفجار او ديميرکوی په ولسواليو کې هغه مهال ونيول شول چې په ناقانونه توګه ترکيې ته راغلي وو او له دې لارې يې غوښتل چې اروپا ته لاړ شي.

د۴۶ تنو افغانانو سربيره ۳۰ تنه پاکستانيان هم نيول شوي دي چې هغوی هم په ناقونه توګه اروپا ته د تګ په اراده له ترکيې څخه تيرېدل.
دغه افغانان تيره ورځ د اوزالپ په سيمه کې په يو بس کې چې ۱۵ تنه سپرلۍ ليږدوی ۴۶ تنه افغانان په کې سپاره وو چې د امنيتي عسکرو له لوري ونيول شول.
نيول شوي کسان تر اوسه د ترکيې د وان ولايت د کډوالو چارو رياست سره دي او معلومه نه ده چې د دوی په اړه به څه پريکړه کيږي.
د يادونې وړ ده چې ترکيه يوازينی هغه هيواد دی چې په دوه لويو وچو کې موقعيت لري چې اسيا او اروپا سره نښلوي چې له دې لارې د اسيايي هيوادونو ډيری خلک اروپا ته داخليږي.
په دې وروستيو کې د افغانستان، پاکستان، سوريې او عراق هيوادونو ګڼ شمير خلک اروپايي هيوادونو ته د تګ هڅه کوي او تر دا مهاله په ميلونونو خلک اروپا ته اوښتي دي.

شریک یي کړئ!