برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

له ترکيې څخه د لسو زرو څخه د زیاتو مهاجرو ایستل

آریانانیوز: د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د روان کال په دریو میاشتو کې د څه باندې ۱۰ زره او ۲۰۰ کډوالو د شړلو اعلان وکړ.


د ترکیې د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د څه باندې ۱۰ زره او ۲۰۰ کډوالو د شړلو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې په دې کې تر درې زره زیات افغان کډوال دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت وايي، یوازې په تېرو څلورو ورځو کې نږدې ۱۰۰۰ افغان کډوال افغانستان ته لېږدول شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت زیاته کړه چې په ترکیه کې څه باندې ۳۰ زره غیرقانوني کډوال پیژندل شوي او له دې جملې څخه د ۱۸زره پناه غوښتونکو دوسیې چې باید خپلو هیوادونو ته واستول شي په جریان کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي