برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

له امريکايي لوري سره د خبرو اترو لپاره ١٤ کسيز مذاکراتي ټيم اعلان

آریانانیوز: د طالبانو د يوه وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د سلواغې په ٢٣مه په يوه خپاره شوی خبرپاڼه کې راغلي چې له امريکايي لوري سره د دوى مذاکرات جريان لري او تر اوسه پورې د اړوندو مسوولينو له خوا په ښه توګه رهبري شوي.


خو سرچينې زياته کړې، د موضوع د اهمیت پر اساس د دوى د مشر شيخ هبة الله اخندزاده په سپارښتنه د ډلې مرستيال ملا برادر اخند له خوا نوى ١٤ کسيز مذاکراتي ټيم جوړ او اعلان شوى چې په لاندې ډول دى:
۱- شېرمحمد عباس ستانکزی د ټیم د مشر، مولوي ضیاءالرحمن مدني، مولوي عبدالسلام حنفي، شیخ شهاب الدین دلاور، ملا عبداللطیف منصور، ملا عبدالمنان عمري، مولوي امیرخان متقي، ملا محمد فاضل مظلوم، ملا خیرالله خیرخواه، مولوي مطیع الحق، ملا محمد انس حقاني، ملا نورالله نوري، مولوي محمدنبي عمري او ملا عبدالحق وثیق د ټیم د غړو په توګه ټاکل شوي دي.
طالبانو ويلي چې پورته ټاکل شوی ټيم به له امريکايي لوري سره د مذاکراتو پيل شوی بهير پر مخ بيايي او د ورکړل شوي صلاحیت له مخې به اړوند چارې ترسره کوي.
د يادونې ده، له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو او امريکا ترمنځ څو ځلې خبرې شوې دي چې په کې د طالبانو د قطر دفتر استازو ګډون کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي