برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۵ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له افغانستان څخه د امریکايي نیواکګروځواکونو لومړنۍ ډله وتل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی د طالبانو او امریکا د توافق په بنست، د امریکايي ځواکونو د انخلاء لړۍ پیل او تېره ورځ یې لومړنۍ ډله له افغانستان څخه ووتله
اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د یوه امنیتي چارواکي له قوله لیکلي، چې په دې ډله کې سلګونه امریکایي ځواکونه شامل وو، چې تېره ورځ یې افانستان پرېښود او د خپل هیواد په لوري وخوځېدل
د طالبانو او امریکا تر منځ د شوي توافق په بنسټ، باید تر تړون وروسته په لومړنیو ۱۳۵ ورځو کې د امریکايي ځواکونو شمېر له ۱۴۰۰۰ څخه ۸۶۰۰ ته راکښته شي او د څوارلس میاشتو دننه باید له ډيپلوماټیک پرسونل پرته ټول بهرني ځواکونه افغانستان پرېږدي
د امریکا د دفاع وزیر «مارک ایسپر» څو ورځې وړاندې ویلي وو، چې په کابل کې یې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان «سکاټ مېلر» ته امر کړی څو د ځواکونو د خروج لړۍ پیل کړي
په ورته وخت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ داسې مهال پیل کېږي، چې د امریکا له ملاتړ برخمن «کابل حکومت» په یوه خراب سیاسي وضعیت کې قرار لري، همدا تېره ورځ اشرف غني او عبدالله عبدالله بېل، بېل ځانونه د ولسمشرانو په حیث معرفي کړل او هر یو یې د سولې لپاره له یو بل سره متفاوت نظریات لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي