برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱ بهمن , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

له افغانستان څخه دامریکایی قواودوتلوپه اړه دملابرادرخبری

آریانانیوز: دامریکاسره دطالبانودخبرواترودپلاوی مشر ملابرادر دخپل ویناوی په بهیرکی وویل په افغانستان کی جګړی هغه مهال به پای ته
ورسیږی چی امریکایان له افغانستان څخه ووخی.
ملابرادر دطالبانوسره سره دطالبانودخبرواترودپلاوی مشر او دطالبانو د بنسټ ګرانوڅخه وایی چی جګړه به هغه مهال پای ته ورسیږی.چی امریکاله افغانستان څخه ووځی .
ملابرادر د فرونټ لاین رسنی ته ویلی دی.چی امریکا افغانستان ته په راتللوکی تیروتنه کړی دی .امریکا افغانستان ته په راتک اودجګړی په
پیل سره غټ تیروتنه ترسره کړی دی.په دی دلیل چی دهغوی اصلی موخ یوکس وو.اسامه بن لاډن چی هغه اوس مهاله نشته اومونږنن مجبور یوو.چی دخپل ژوندپه ورکولوسره دخپل له هیوادڅخه دفاع وکړو.
هغه امریکایان تورن کړی دی چی افغانستان ته په راتک سره زمونږ هیواد یی بی ثباته کړ.اودغه امریکاوو.چی کړاونه افغانستان ته راوستل اوبی شمیری عام اوبیګناهو خلکویی ووژل.
دطالبانو دغه مهم غړی ددی پوښتنی په ځواب کی که چیری امریکاله
افغانستان ووځی طالبانوکولای شی چی نوروستونزی حل کړی؟
آیا داعش ته به ماتی ورکړی؟
آیادافغانستان له حکومت سره به موافقی وکړی؟
هغه وویل که امریکاپه افغانستان کی نه وی په ډاډمنی سره مونږپه خپل
منځ کی موافقی ته رسیږو.ځکه چی هغوی (دافغانستان حکومت ) افغان دی اومونږهم افغان یوو.
همدا رنګه ملابرادر دښخوپه اړوند هم وویل چی ښځوکولای شی په خپلوحقوقو کی لاسرسی پیداکړی.
مونږټول هغوحقوقوچی خدای تعالی دښځولپاره ټاکلی دی منو. اوداسلام ترقانون لاندی ښځوکولای هم ژوند اوهم کاروکړی په ډاډمنی سره مونږ هغوی ته اجازه وړکوو .

شریک یي کړئ!