برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

له افغانستان څخه دامریکایي ځواکونود وتلو دوام

آریانانیوز: داچې د حکومت له لوري د توافقنامې نه عملي کېدو او د طالبانو په وړاندې د تعرضي عملیاتو اعلان بین الافغاني خبرې له نامعلوم برخلیک سره مخ کړې او د جګړې د خونړۍ کېدو اندېښنې یې زیاتې کړې، امریکايي چارواکي وایي، له توافقنامې سره سم له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل دوام لري
د اسوشیټيډ پریس خبري اژانس د راپور په حواله، امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو په برخه کې له طالبانو سره هوکړه کړي مهالوېش ته ژمنتیا لري او له توافقنامې سره سم یې د خپلو ځواکونو ایستل روان ساتلي
د سرچینې په حواله، امریکا به د راتلونکې میلادي میاشت «جولای» تر نیمایي پورې خپل ۳۴۰۰ عسکر له افغانستانه وباسي او پنځه نظامي بیسونه به تخلیه کړي، چې په دې سره به په افغانستان کې د مېشتو امریکایي عسکرو شمېر ۸۶۰۰ ته را ټيټ شي
راپور کې وړاندې راغلي، چې ولسمشر «ټرمپ» له ډېرې مودې کور ته د خپلو ځواکونو د ستنولو کمپاین کړی او که په افغانستان کې د حکومت او طالبانو تر منځ جګړه دوام پیدا هم کړي، د ټرمپ اداره به بیا هم خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسي
له افغانستانه د ګڼ شمېر امریکایي عسکرو د وتلو راپورونه داسې مهال دي، چې دوې ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر «ټرمپ» هم په افغانستان کې له جګړې بیزاري ښکاره کړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی نور په دې هیواد کې د پولیسۍ دنده نشي ترسره کولای
ټرمپ د تېر په څېر یو ځل بیا د خپلو عسکرو په ایستلو ټینګار کړی و او تر څنګ یې اعتراف درلود، چې ګڼ شمېر ځواکونه یې لا له وړاندې امریکا ته ستانه شوي دي
په ورته وخت کې د حکومت له لوري د بندیانو د خلاصون د پروسې ځنډولو او د طالبانو او امریکا تر منځ د شوې توافقنامې د نه عملي کېدو له امله بین الافغاني مذاکرات له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ دي
دوې ورځې وړاندې د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د طالبانو په وړاندې تعرضي عملیات اعلان کړ، خو پنټاګون وویل، دوی د نظامي عملیاتو په برخه کې د قطر له توافقنامې سره سم عمل کوي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي