برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۵ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

له افغانستان سره د خپلو پولو د امنیت په اړه د ټولیز امنیت د تړون سازمان د غړو هېوادونو اندېښنې

آریانانیوز: د ټولیز امنیتي تړون د سازمان هیوادونو مشرانو په مسکو کې د یوې غونډې په ترڅ کې له افغانستان سره د خپلو پولو د امنیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.


د ټولیز امنیتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو مشرانو پرېکړه کړې، چې له افغانستان او نورو سیمو سره د دغه سازمان د غړو هېوادونو د پولو امنیت ټینګ کړي.

د سرچينې په وينا، د ټولیز امنيتي تړون سازمان چمتو دى، چې په افغانستان او د دغه سازمان د بهرنيو پولو په نورو برخو کې د ناکراره وضعيت ته په کتو، د غړو هېوادونو د پولو امنيت تامين کړي.

د روسیې، تاجکستان او قزاقستان پر ولسمشرانو سربېره، د ارمنستان، بلاروس او قرغزستان مشرانو هم په مسکو کې د امنیتي تړون د ټولیز سازمان په سرمشریزه کې ګډون کړی و.

 

 

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي