برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

لسګونه عسکر طالبانوته تسلیم شول

آریانانیوز: د بغلان ولایت په نهرین ولسوالۍ کې لسګونه دولتي عسکر د طالبانو لیکو ته ورغلي او د هغوی له لوري یې دروند استقبال شوی
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي « دپخواپه څېر تېرو څو ورځو کې د بغلان په ولایت کې یو ځل بیا د کابل رژیم ۴۴ تنه عسکر، پولیس، اربکیان او د جاسوسي شبکې غړي د ارشاد او دعوت د مسؤلینو او سیمیزو مجاهدینو په هلو ځلو له کابل ادارې څخه را جلا او مجاهدینو سره یو ځای شو
خبرپاڼه وړاندې لیکي «راغلو کسانو په خپلو پخوانیو کړنوپیښماني څرګنده کړې ، بیا د دښمن لپاره د هیڅ ډول فعالیت نه کولو ژمنه یې کړې، او مجاهدینو هم د هرکلي تر څنګ هغوی ته باورپاڼې ورکړې دي تر څو له هر ډول خطر پرته خپل ازاد ژوند ته دوام ورکړي
ددې ترڅنګ طالبانو په یاده خبرپاڼه کې د تسلیم شویو عسکرو پېژندنې او د باور پاڼو انځورونه خپاره کړي
یاده دې وي، چې طالبانو په بیا، بیا د رسمي اعلامیو له لوري په دولتي عسکرو غږ کړی، چې د «پردیو» له ملګرتیا دې لاس واخلي او دوی ته له تسلیمېدو وروسته دې په بشپړ ډاډ خپل ژوند ته دوام ورکړي
په دې وروستیو کې د طالبانو په هڅونه لسګونه عسکرو د هغوی لیکو ته مخه کړې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي