برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لسګونه سرتيري مړه او کلابند

آریانانیوز: په مرکزي بغلان کې د طالبانو د بريدونو له امله لږ تر لږه ۲۰ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي او لسګونه نور يې کلابند دي.


د بغلان د ولايتي شورا رئيس صفدر محسني رسنيو ته وويل چې په تيرو دوه ورځو کې د مرکزي بغلان په لس پوستو طالبانو بريدونه کړي دي چې له امله يې دغه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
محسني ويلي دي چې د تيرو دوه ورځو جګړې راهيسې د امنيتي ځواکونو يوه قراره ګاه د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
ددې ترڅنګ محسني دا هم وويل چې په دغه سيمه کې لسګونه افغان سرتيري د طالبانو له لوري کلابند شوي هم دي.
هغه زياته کړه چې که دولت تازه دمي سرتيري راونه ليږي نو د مرکزي بغلان ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
بل لور ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ مسؤل چارواکي رسنيو سره له خبرو ډډه کوي او د تازه جګړو او تلفاتو په اړه د خبريالانو پوښتنو ته ځواب نه وايي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي