برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۴ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

لسګونه دوکانونه د ملي اردو له لوري یرغمل شوي دي.

آریانانیوز: د غزني اندړو ولسوالۍ اړوند چهاردېوال سیمه کې لسګونه دوکانونه د ملي اردو له لوري یرغمل شوي دي.


چهاردېوال بازار، چې د اندړو د مرکز له سقوط وروسته يې ولسوالۍ هم دلته را لېږدول شوې، سلګونو اوسېدونکو د حکومت پر ضد لاریون وکړ.
لاریونوال وايي طالبانو ورته ویلي چې دوی د ولسوالۍ پر نقلي مرکز بریدونه کوي، خلک له وېرې بازار ته نه ځي، اوس چې دوکانداران غواړي خپل مالونه له دوکانونو را وباسي ملي اردو يې خپلو دوکانونو ته نه ور پرېږدي.
دوی چې تېره ورځ مازیګر مهال د کابل ـ کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې وه، د حکومت پر ضد يې شعارونه ورکول او غوښتنه يې کوله چې خپل مالونه دې ور وسپارل شي.
اندړو کې تر دې وړاندې هم د اربکیانو پر ضد چې اوس يې بېخ ایستل شوی، څو لاریونونه وشول، چې ځايي چارواکو به د طالبانو پر هڅونه بلل.
د دې لاریونوالو په اړه هم د غزني د والي ویاند عارف نوري وايي، چې دوی د طالبانو په هڅونه لاریون کړی او دعوه کوي چې ملي اردو د چا له مالونو سره کار نه لري.
چهاردېوال سیمه چې له شاوخوا پرې د طالبانو کړۍ را تاو ده، پکې د ملي اردو یو مرکز هم شته، چې د غزني چارواکي يې د اندړو نقلي ولسوالي بولي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي