برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۶ خرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

لسګونه حکومتی کارکوونکي له طالبانو سره یو ځای شول

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی د حکومت له لیکو څخه د کارمندانو او عسکرو د تېښتې د لړۍ په دوام، تازه په لوګر، بلخ او بغلان ولایتونو کې تر شپیتو زیات دولتي عسکر له طالبانو سره یو ځای شوي.
د طالبانو له رسمي ادرس څخه په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي «د دښمن په لیکو کې د عسکرو لخوا د حقیقت د درک کولو په لړ کې، تیره ورځ د بلخ او بغلان ولایتونو له مربوطاتو څخه د کابل ادارې ۵۰ تنه عسکر، پولیس او اربکیان د اسلامي امارت له مجاهدینو سره یوځای شول.»
په ورته وخت کې یوه بله اعلامیه کاږي «د لوګر ولايت کې د دعوت ارشاد کمیسیون په زیار او د ځايي مجاهدينو په همکارۍ په د محمداغې او برکي برک ولسوالیو کې په مزدوره اداره کې کارکوونکي ۱۳ عسکر، پولیس او اربکیان له جګړې لاس په سر او مجاهدينو سره یو ځای شول، چې د مجاهدینو لخوا یې دروند هرکلی وشو.»
د طالبانو د خپرو کړو اعلامیو په بنسټ، له حکومته را بېلو شویو کارکوونکو ته د ددوی له لوري دروند هرکلی ویل شوی او هغوی هم په راتلونکي کې له حکومت سره د نه همکارۍ ژمنه کړې.
یاده دې وي، چې په دې وروستیو کې په ځانګړي ډول د طالبانو د مشر له لوري د عمومي عفوې تر اعلان وروسته د حکومت له لیکو د امنیتي او اداري کارکوونکو تېښته په بې ساري ډول زیاته شوې.
هره میاشت سلګونه دولتي کارکوونکي د طالبانو څنګ ته ورځي، چې د هغوی له لوري نازول کېږي او د سر او مال د امنیت ډاډ ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي